ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان په لاهور ښار کښې د ايران د کلتوري مرکز د مشر جعفر روناس او د اسلامي جمهوريت د سرکنسول محمد رضا ناظري په شمول دپاکستان ګڼ شمېر سني او شيعه علماؤ، پوهانو او مختلفو شخصيتونو په دغو دستورو کې چې بیګا او نن سهار ترسره شوي ، ګډون وکړ.
وېناوالو په دغو مراسمو کښې د اسلامي نړۍ د يووالي په لار کښې د حرکت او په ګډو مشکلاتو باندې د غلبې لپاره د علوي سيرت په پېروۍ باندې تاکيد وکړ.
حضرت امام علي بن ابي طالب عليه السلام د رجب يا بزرګې د مياشتې په ديارلسمه نېټه په داسې حال کښې چې مور بي بي فاطمه بنت اسد (س) ته يې د کعبې شريفې دېوال وچاودۀ او هغه دغه سپېځلي کور ته ننوتله ، دنيا ته تشريف راوړۀ.
حضرت امام علي (ع) له هلکوالي راهسې د اسلام د قدرمن پېغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) تر سيوري لاندې وروزل شو. هغه حضرت وړومبنے کس ؤ چې په اسلام باندې د خپل ايمان اعلان يې وکړ او د اسلام د مبين دين د تبليغ په ټولو مرحلو کښې به د خداے د ګران رسول (ص) ملګرے او مرستندويه ؤ.
د ايران د اسلامي جهوريت په تقويم کښې د هغه حضرت د ميلاد ورځ «د پلار ورځ» نومولې شوې ده.